کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد لومړی درجه امنیتي چارواکي خبري رسنیو ته را ښکاره شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 دلو 1396 ساعت 20:34

د کابل د وروستیو بریدونو په اړه امنیتي بنسټونو ته معلومات رسیدلي وه؛ خو د چارواکو په باور بریدګرو پیچلی تکتیک کارولی او د مخنیوي هڅو یې کار نه دی ورکړی.


د ملي امنیت ريیس معصوم ستانکزی وايي، چې په انترکانتینیتال هوتل او د کورنیو چارو پخواني وزارت مخې ته د شویو بریدونو په اړه یې مخکې له مخکې معلومات درلودل.

نوموړی زیاتوي، چې بریدګرو پیچلی تکتیک کارولی؛ نو، ځکه دوی د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، چې د کابل هغه سیمې، چې ګواښ ترې رامنځته کیږي باید له امنیتي پلوه تر پوښښ لاندې راوستل شي.

هغه دا هم ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به تاسې په امنیتي نظام کې د سترو بدلونونو شاهد وئ.

ښاغلي برمک دغه راز په ډاګه کړې، چې د شنبې پر ورځ د کورنیو چارو د پخواني وزارت په دوه یمه دروازه کې چاودول شوی امبولانس د یودولتي روغتون و؛ خو د اړوند روغتون په اړه له څه ویلو ډډه شوې ده.

د ملي دفاع وزیرطارق شاه بهرامي وايي، چې په افغانستان کې له سخت دریځو وسلوالو ډلو سره د سیمې ځينې هېوادونه مرستې کوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړه، چې استعفا د ستونزې حل نه دی؛ هرکله، چې د هېواد سیاسي مشرتابه له مونږ وړ خلک وموندل په همغه ورځ څه ، چې په همغه ساعت کې حاضر یو ، چې استعفا وکړو او ځای بل چا ته خوشې کړو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته شوي، چې د هېواد سیاسیونو او عامو وګړيو د اړوند امنیتي بنسټونو او سیاسي مشرانو د ګوښه کیدو غوښتنې کړي ؛ خو دغو چارواکو له خلکو بښنه غوښتې ده.


د مطلب کود: 157232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157232/د-هېواد-لومړی-درجه-امنیتي-چارواکي-خبري-رسنیو-ته-ښکاره-شول

آوا
  https://www.avapress.com