دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۵۳
د مطلب کود : 157237
د افغانستان حکومت د وروستیو حملو له قربانیانو سره سبا ماتم اعلان کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان عامې روغتیا وزارت د یک شنبه په ورځ اعلان وکړ چې د کابل د پرونۍ حملې د ټپیانو شمېر ۱۹۱ تنو ته زیات شوی دی. یاد وزارت لا هم د وژل شویو کسانو شمېر ۹۵ تنه ښيي، خو دا په داسې حال کې ده چې د دوو تنو مړي موندل شوي نه دي. خو افغان حکومت له پرونۍ حملې راوروسته د یک شنبي په ورځ په افغانستان کې د وروستیو تروریستي حملو له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره ملي ماتم اعلان کړ. د ارګ نه خبر شوی خبرپاڼه کې ویلی، چې د کابل ښار، د کانتینینټل، په ننګرهار کې د سیف دي چلدرن، د کندهار د عینو مېنې او د کابل د صدارت څلورلارې د پرونۍ حملو په خاطر نن ملي ماتم اعلانوي او سبا به یوازې په پلازمېنه کابل ښارکې عمومي رخصتي وي. ‎
https://avapress.com/vdcae0n6049nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته