کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کی سبا ملي ماتم اعلان شوی

9 دلو 1396 ساعت 1:54

د افغانستان حکومت د وروستیو حملو له قربانیانو سره سبا ماتم اعلان کړی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان عامې روغتیا وزارت د یک شنبه په ورځ اعلان وکړ چې د کابل د پرونۍ حملې د ټپیانو شمېر ۱۹۱ تنو ته زیات شوی دی. یاد وزارت لا هم د وژل شویو کسانو شمېر ۹۵ تنه ښيي، خو دا په داسې حال کې ده چې د دوو تنو مړي موندل شوي نه دي. خو افغان حکومت له پرونۍ حملې راوروسته د یک شنبي په ورځ په افغانستان کې د وروستیو تروریستي حملو له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره ملي ماتم اعلان کړ. د ارګ نه خبر شوی خبرپاڼه کې ویلی، چې د کابل ښار، د کانتینینټل، په ننګرهار کې د سیف دي چلدرن، د کندهار د عینو مېنې او د کابل د صدارت څلورلارې د پرونۍ حملو په خاطر نن ملي ماتم اعلانوي او سبا به یوازې په پلازمېنه کابل ښارکې عمومي رخصتي وي. ‎


د مطلب کود: 157240

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157240/افغانستان-کی-سبا-ملي-ماتم-اعلان-شوی

آوا
  https://www.avapress.com