دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 157253
افغان نولس کلنې لوبډلې نیمه پای لوبه کې ماتې وخوړه

د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې ماتې وخوړه.

د لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، خو په ۴۸ اورونو کې یې ټول لوبغاړيله ۱۸۱منډو وروسته وسوزیدل او سیال ټيم ته یې د ۱۸۲ منډو اسانه هدف وټاکه.
افغان لوبغاړو کې تر ټولو زیات منډې اکرام علي وکړې چې ۸۰ منډې وې.
اسټرالیایي لوبډلې د لوبې په ۳۸ام اور کې د څلور لوبغاړو په سوزیدو سره ټاکل شوی هدف پوره کړ.
مجیب او نوین الحق یوه یوه او قیس احمد دوې ویکټې واخیستې.
په دې توګه افغان نولس کلنه لوبډله نړیوال جام پای لوبې ته له تلو پاتې شوه.
افغانستان په تیرو لوبو کې پاکستان، سریلانکا او نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته ځان رسولی و.
د دې جام دویمه نیمه پای لوبه د هند او پاکستان ترمنځ کیږي، چې ګټونکی به یې له اسټرالیا سره وروستۍ لوبه کوي.

https://avapress.com/vdciwyazpt1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته