کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ ماڼۍ ته د نور آخری اخطار: توافق ته ونه رسیدل، سړکونو ته راوځو

9 دلو 1396 ساعت 21:15

عطامحمد نور؛ د بلخ والی او اسلامی جمعیت ګوند اجرایی مشر، د آخری ځل لپاره حکومت ته اخطار ورکړ چی که ژیر د اسلامی جمعیت ګوند سره په توافق ونه رسیږی، ملاتړ کوونکې یی به سړکونو ته راووځې.


د آواپه ګزارش سره، عطامحمد نور، نن دوشنه دلوی په ۹ نیټه وویل: نن یا سبا به سړکونو ته راووځو او هغه وخت به تاسو ډیر ستومانه شی. داسی نه وی چی خدای ناخواسته ټوله څه د لاسه ووځې. د بلخ والی همدارنګه د امریکا پخوانۍ سفیر زلمی خلیلزاد اخیرو خبرو په غبرګون کې ویلی دی چه که د دا خبری یواځې د ارګ ماڼۍ او اسلامی جمعیت ګوند ترمنځ دی او خلیلزاد خبری ورته کوم ارزښت نه لری. هغه وویل: زموږ مقابل لوری ارګ دی او که که میانجی ګری وکړی یواځې سپین ماڼۍ دی. موږ د هغه څخه کښته څوک نه پیژنو. نو دا خلیلزاد بیا څوک دی. د کوم آدرس څخه، د کوم ځای او کوم صلاحیت څخه خبری کوی او موږ هغه ته غوږ نیسو؟ یو سپین ږیری سړۍ دی، ورته احترام لرو؛ هغوی هیڅ خبره او تصمیم ته یی ارزښت نه ورکوو. زلمی خلیلزاد؛ په افغانستان کې د امریکا پخوانۍ سفیر چی تازګیو کې افغانستان ته سفر کړۍ په یو خبری ناسته کې عطامحمد نور ته اخطار ورکړ چی د هغه په وړاندی به نور حکومت او حکومت خارجی ملاتړ کوونکې صبر به نور نه وی او نړیوال به د مشکلاتو ادامه اجازه نه ورکوی. په دی حال کې، عطامحمد نور د حکومت څخه غواړی چی د اسلامی جمعیت ګوند سره خبری اتری په مسخره ونه نیسی او اسلامی جمعیت ګوند سره په یو عادلانه نتیجه ته ورسیږی.


د مطلب کود: 157277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157277/ارګ-ماڼۍ-ته-د-نور-آخری-اخطار-توافق-ونه-رسیدل-سړکونو-راوځو

آوا
  https://www.avapress.com