دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 157288
ټرمپ: له طالبانو سره خبرې نکوو

د امریکا ولسمشر وايي طالبان بیګناه خلک وژني او دی به ورسره خبرې ونکړي.

ښاغلي ټرمپ  په سپینې ماڼۍ کې وویل "زه فکر نکوم چې موږ به اوس له طالبانو سره خبرو ته چمتو یو. هغوی له توپیر پرته خلک وژني، بیګناه خلک ووژل شول. په کورنیو او ماشومانو باندي چاودني کیږي او ټول افغانستان کې چاودنې او وژنې دي. ګورو چې هغوی خپل خلک وژني، بیګناه ښځې او ماشومان وژني، دا ډېر وحشتناک دی. ځکه موږ له طالبانو سره خبرې نکو".

د امریکا ولسمشر دغه راز هوډ څرګند کړ چې دی به "هغه کار وکړي چې نورو ندی کړی" خو نور سپیناوی یې ورنکړ.

ولسمشر ټرمپ وویل "موږ هغه څه ختموو چې باید یې ختم کړو. بل هیچا هم دا کار ختم نشو کړی، موږ یې ختمولی شو. د خبرو لپاره به وخت وي، خو ډېر وخت به ونیسي".

ټرمپ دغه راز وویل "هلته (افغانستان کې) بل ډول جګړه روانه ده."

داسي ښکاري چې ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په کابل کې د وروستیو خونړیو بریدونو په غبرګون کې وکړي. د طالبانو په وروستیو بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل شول او یو لسګونه نور ژوبل شول.

د امریکا حکومت دا بریدونه په کلکه وغندل. د یادولو ده چې تر دې مخکې طالبانو په وار وار ویلي چې د افغان حکومت پر ځای غواړي له امریکا سره د سولې خبرې وکړې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7u9q7ak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته