کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رستمي: د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي بهر صادر شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 دلو 1396 ساعت 16:28




د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۲۴ ډوله بېلابېل طبي بوټي د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس‌مهال د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو زیاته برخه طبي بوټي دي چې په امریکا، اروپا او اسیایي هېوادونو کې تود بازار لري.

ښاغلی رستمي زیاتوي، د تېر ۱۳۹۵ لمریز کال تر پایه ۷۸ زره ټنه طبي بوټي د ۱۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته لېږل شوي وو.

په دغو طبي بوټو کې شیرین بویه، ینګ، زرشک او یو شمېر نور بوټي شامل دي.


د مطلب کود: 157317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157317/رستمي-د-۱۴۰-میلیونه-ډالرو-په-ارزښت-طبي-بوټي-بهر-صادر-شوي

آوا
  https://www.avapress.com