دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۵
د مطلب کود : 157346
خلک باید خپل دشمنان په سمه توګه وپېژني
د هیواد د دینی عالمانو سرتاسري شورا په کابل ښار او ځینو ولایتونو کې د وروستیو خونړیو پېښو پر وړاندې غبرګون وښود او په کابل ښار او ځینو ولایتونو کې وروستۍ خونړۍ حملې وحشیانه او غیرې اسلامي وبللې.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د عالمانو شورا نن سې‎شنبې په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې طالبانو په کابل کې له خپلو وروستیو بریدونو سره په څرګنده وښوده چې سوله نه غواړي ځکه د هغوی په بریدونو کې بې ګناه خلک قرباني کېږي. د افغانستان علما شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف نن ورځ په یاد خبري ناستې ته خبر یالانو ټه وویل، چې هغوی دا ډول حملې په کلکه غندي او په خبره یې دا ډول حملې په اسلام کې جواز نه لري. دوی وایی، چې افغان خلکو باید خپل دشمنان په سمه توګه وپېژني او د هغوی په وړاندې یو شي. د ښاغلي کشاف په خبره په دا ډول حملو کې اکثراً ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې د اسلامي احکامو خلاف عمل دی. د یاد وړدی، چی یوه ورځ مخکی د کابل ښار په لودېځ کې د ۱۱۱فرقې د یو کنډک پر جزو تام حمله کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري ووژل شول او ۱۶ تنه ټپیان شول.
https://avapress.com/vdcbazb80rhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته