دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 157391
د شنل سینمایی فیلم، د افغان مهاجرینو په اړه د ایران سینما تیارو ښودنو تکرار
د شنل فیلم خلاصه داسی نقل کیږی: یو ښځه د افغان مهاجرینو څخه په ایران کې آرام ژوند لری. لور یی ایران تذکره نه لری. افغان ښځه د ایرانی نارینه سره واده کړی چی وروسته پوهیږی چی هغه نارینه مخکې هم واده درلود او یو زوی هم لری او د هغه کارګر په تذکره هغې عقد کړی. میړه یی په پیښه کې مړ کیږی او د کارګر سړۍ فرصت طلبی او فرصت څخه ګته اخیستنه شروع کیږی او... ایرانی تحلیل کوونکې وایی: شنل هغه قصه ده چی د یو ټولنې زړه څخه راوځې او ښځو مشکلاتو ته اشاره کوی. البته، هغه بحران چی شنل ورته اشاره کوی، توپیر کوی او افغان پناه وړونکو ښځو مسئله څیړی. د شنل فیلم همزمان غواړی د ښځو مشکلات، مهاجرینو مشکلات او نژادی تبعیض او جنسیتی تبعیض په تصویر کړی. د فیلم لمړۍ داستان د مهاجرینو وضعیت ته اشاره نه کوی او د فیلم محتوا څخه هغه څه چی اخذ یی کیږی ډیر واټن لری. د فیلم تذکره هم د ډیرو مطرح ایرانی فیلم جوړونکو او فیلم اکټرانو سره ده؛ خو د جوړ شوی فیلم نتیجه یو ځل بیا د افغان مهاجرینو هیلو برخلاف دی. د شخصیتونو نومان هم په فیلم کې د کنایه په شان دی چی وچکالی او مریضی افغان بی پناه مهاجرینو پر غاړه اچوی، هغه مسائل چی باید همکاری سره حل شی او ددواړو هیوادونو هڅه په همدی برخه کې جریان لری، نو د تحریک او یا سنبل جوړولو ته کوم اړتیا نشته. صحرا د فیلم اصلی شخصیته: افغانی ښځه ده چی افغانستان څخه ایران ته تښتیدلی ده. باران د صحرا کوچنۍ لور: د صحرا لور ده او مور یی د هغی راتلونکې په اړه اندیښمند دی... هامون: هغه شخص دی چی افغانستانی صحرا ایرانی آشنا ده او قصد لری چی د صحرا افغان لور باران په لورتوب قبول کړی خو صحرا افغانستانی مور هغه ته ددی کار اجازه نه ورکوی... افغانی شخصیتونو سره د فیلم چلند ډیر دردناکه دی، افغان کارګرانو ته مداوم توهین چی د نوم پرځای هروخت د ایرانی بازیګرانو له لوری د فیلم په متن کې د ( افغانی او افغانیا ) خطاب کیږی. هغه د ښاغلی انجنیر( د صحرا متقلب میړه ) لپاره کار کوی او هر وخت ورته افغانی وایی او ورته وایی چی ته د هیڅ شی حق نه لری. هغه وهی او بندی کوی یی او د کور حریم باندی یی برید کوی او هغی په فیلم کې د کور څخه تیښته کوی. دا ټوله ایرانی مخاطب په سترګو کې عادی معلومیږی. ایرانی یو برتری دی او افغان کارګر شخصیت ته توهین د هیواد په محوریت عادی کار دی. په دی فیلم کې ددی کار څخه هیڅ نیوکه نه معلومیږی او ګویا چی دوهم او دریم نسل هم باید په همغه ډول باید تحقیر شی او بی مدرکی یا اسناد نه درلودلو باندی تورن شی. آیا دا هغه یوآځنۍ نظر دی چی ایرانی فیلم جوړونکې یا سینما لری! صحرا چی افغان انجلی دی او افغانستان ته څخه تیښته کړی هر وخت وایی چی زه نه غواړم چی افغان پاته شم او هلته دوزخ دی او ټوله هڅه یی داده چی څوک پوه نه شی چی افغانه ده. د صحرا مور او پلار په دی تور تورن کیږی چی صحرا په کوچنی والی کې خرڅ کړی او د صحرا خور هلته د پلار او مور بی لیاقتی له امله مړه شوی دی او صحرا هغه وخت چی میړه یی وژل کیږی د هغه ځایه تیښته کوی او ایران ته ځی. همدارنګه د صحرا پلار هر وخت د صحرا مور وهله او مور یی هم یواځی دا باندی پوهیده چی وژاړی. بله وو دا هم د غیرت او مردانګی څخه دی چی د افغانستان ټولنې ارزښتونو په اړه د جانستان کابلستان کتاب څخه چی لیکونکې یی ښاغلی امیر خوانی عزیز دی لولو. البته هغه هم چی خپله افغانستان ته تللی او حقیقت یی لیدلی دی. په داسی حال کې چی که د رسنیو څخه قرار وو چی ولیکی چی هیڅ٬، د فیلم په همدی ځای کې فیلم جوړونکې فاتحه یی وایی چی کوم څه د هغه څخه هم موږ ته پاته نه شو. بل پوښتنه چی زما په ذهن کې پاته شو او په ایران کې مهاجرینو حقیقت ژوند او قوانینو سره د فیلم داستان ډیر تناقض لری. فیلم یو پوره دروغ روایت لری. ځینی وختونه شک کوم چی فیلم جوړونکې د ټولو دروغو څخه ګټه اخیستی ترڅو خپل مسلمان ورور پر بدنه باندی ضربه وارد کړی. صحرا د افغانستان څخه تیښته کړی او ایران ته راغلی دی!!! او اوس په روغتون کې روغتیایی بوختیاوی لری!!!! صحرا تذکره لری!!! او لور یی نه لری او داسی ویل شوی دی چی تذکره نه لری نو د درس ویلو حق هم نه لری!!!! صحرا د یو سړی سره واده کوی خو په داسی تذکره سره چی د بل چا دی او هیڅوک دا باندی نه پوهیږی. صحرا هر وخت د پولیسو او محکمو څخه بیریږی ځکه چی افغان دی!!! هیڅ اسناد نه لری چی باران د هغه لور ده!!! صحرا وایی چی ددی لپاره چی لور می تذکره واخلی هغه تذکره ته اړتیا لری !!!! او... فیلم جوړونکې په دی فیلم کې افغان پناه وړونکې ډیر تحقیر آمیزه معرفی کړی او داسی معلومیږی چی فیلم جوړونکې افغانانو ژوند او شرایطو څخه هیڅ نه پوهیږی او جالب دادی چی کوم نیوکه هم په دی فیلم کې نه څرګندیږی. ددی تریخ روایت اصلاح د ایرانی ټولنې او افغان مهاجرینو څخه چی په ایران کې دی د نخبګانو په حضور د اصلاح هیله یی لرو، خو ګویا تراوسه ایرانی ټولنه د هغوی سره ژوند کولو سره د هغوی ښه پوهیدو لپاره هڅه نه دی کړی او ځان ته دا ذحمت نه دی ورکړی چی د بل زاویه څخه هم ورته وګوری او وپیژنی. خو بل مسئله داده چی ولی ایرانی رسنیو هڅه د افغان مهاجرینو حقوقو څخه دفاع لپاره، تراوسه کوم بریالیتوب په دی برخه کې نه وینو. ځواب دادی چی ترڅو چی ایرانی ټولنې نخبګان یا لمړنی کسان او ددی هیواد اقتصادی نخبګان دا مسئله ته داخل نه شی، ټولنه به د هغوی سره هملاری نه شی. باید په ایران کې د افغان پناه وړونکو یا مهاجرینو د حق لپاره یواځی یو ګوند یا یو سیاسی جریان ملاتړ ونه کړی او باید ټول په دی کار کی برخه واخلی. د افغان مهاجرینو ټولنیز او حقوقی ابعادو ته په کتو سره په ایران کې د سیاسی او ټولنیز ټولنې ټولو برخو ټوله ایز حرکت غوښتونکې یو ترڅو دا ځل دا رنج لیدلی ټولنه په ایرانی ټولنه کې د فکری او ګوندی مبارزاتو مصلحتونو قربانی نه شی. بل خبره داچی باید په یو علمی پرمختګونو او کارآفرینیو او اختراانو کې د افغان مهاجرینو پرمختګونه او لاسته راوړنې او اختراګان هم شکاره شی چی مهاجر ټولنې تشویق لامل هم شی. په دی اړه خبری ډیری دی او په دی برخه کې لنډ نیوکه نه شی کیدلای او باید په مجزا توګه په اړه یی خبری وشی. آخر نکته داچی د علمی مطالعاتو په اساس چی ایران کې افغان مهاجرینو حضور لپاره صورت نیولی دی څه د اقتصادی او اشتغال او څه د ټولنیز او کلتوری او څه دینی او ارزښتی نظر څخه دی چی په ایرانی ټولنه کې مثبت آثار د ځان سره درلودلی دی. په راتلونکې کې هم افغان مهاجرینو دوهم او دریم نسل په ایران کې ددی هیواد لپاره د دوهم مورنۍ هیواد په حیث ښه لاسته راوړنې ولری هغه هم په داسی حال کې چی ټوله هیوادونه د مهاجر نخبګانو جذب لپاره تینګار کوی او ایران د مغزونو، استعدادونو او فعال ټولنو د تیښتې سره مخامخ دی، ددی نسل قبلونه به د اسلامی ایران راتلونکې لپاره ارزښتناکه غنیمت وی. په داسی حال کې چی هغوی بیرته ګرځیدنه خپل هیواد ته هم ددواړو هیوادونو په اړیکو کې مثبت رول ارزولای شی. دا ټوله مسائل د ملاتړ او هویت ورکونی او افغان مهاجر دوهم او دریم نسل باندی باور په حضور په ایران کې منځته راتللای شی او باید اجازه ورنه کړو چی په یو غیری مسؤولانه فیلم سره پردی زخمونو باندی مالګه واچول شی. د اصلاح اود نخبګانو او فکری جریانونو ټوله ایز حرکت په هیله د افغانی ایرانیانو راتلونکې نسلونو لپاره. یادداشت د مجتبی نیکزاد له لوری، د تهران پوهنځی دکتری زده کوونکې په ایران کې افغان مهاجرینو دوهم نسل څخه.
https://avapress.com/vdcb9zb88rhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته