کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات دیني عالمانو طالبان په نسل وژنه تورن کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 دلو 1396 ساعت 19:09


په هرات ولایت کې دیني عالمانو په یو بیساري اقدام کې د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د طالبانو ډله د دین له نوم نه په ناوړه استفادې سره په افغانستان کې نسل وژنه کوي.
د هرات دیني عالمان دغه څرگندونې په کابل، کندهار او ننگرهار کې د خونړیو بریدونو څخه څو ورځې وروسته کوي چې په نتیجه کې یې په سلگونو ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د هرات دیني عالمانو همداشان د طالبانو حملې د اسلام د احکامو خلاف وگڼلې او دغه ډله یې د بهرنیو استخباراتو د لاس اله وبلله.

د هرات ولایت د حج او اوقافو رئیس سید محمد شیرزادي په دغه غونډه کې پر طالبانو باندې د انتقاد کولو په ترڅ کې وویل چې دیني عالمان باید ددې ډول اعمالو په وړاندې چوپتیا غوره نه کړي.

ښاغلي شیرزادي وویل "نور چوپتیا بس ده. د دین په نوم یې نسل وژنه پیل کړې، غواړي زمونږ د ایماني، دیني او فرهنگي ارزښتونو پر ضد مبارزه وکړي. خو دوی اشتباه کوي، او ټول هغه کسان چې ددې پروگرامونو شاته دسیسه جوړوي، باید پوه شي چې که زمونږ د ځوانانو وینې یې توې کړې مونږ سر له همدې ساعته د دین او وطن د دښمنانو پر وړاندې حقایق په زغرده بیانوو".

د هرات ولایت د جوماتونو رئیس مولوي محمد فقیري هم په دې ټینگار وکړ چې "دغه ډول اعمال د اسلام په مبین دین کې هیڅ ځای نه لري او د افغانستان دننه داسې کسان شته چې د پردیو نوکري کوي او زمونږ ملت په خاورو او وینو لړي."

د هرات یو بل دیني عالم مولوي احمدعلي جبرییلي د وروستیو بریدونو په غندلو سره د افغانستان د متحدو هیوادونو په ځانگړې توگه د امریکا له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې په هیواد کې د امنیت د ټینگدولو په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي د هرات د دیني عالمانو په غونډه کې وویل چې طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې په امر د افغانستان د بنسټیزو پروژو په ورانولو سره ددې هیواد د اقتصادي ودې مخه نیولې ده. هغه زیاته کړه چې پاکستان د طالبانو نه په استفادې سره هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو د پرمختگ او ترقۍ مخه ونیسي.

د هرات ولایت د مدني ټولنو شبکو هم د یو خبري کنفرانس په جوړولو سره په کابل کې وروستي بریدونه چې په سلگونو ملکي کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي وغندل او د ملگرو ملتونو له لارې ددې موضوع جدي تعقیبول وغوښتل.

د هرات د دیني عالمانو د غونډې سره جوخت د نیمروز ولایت دیني عالمانو هم د طالبانو له لورې د ملکي وگړو وژنې محکومې کړې.


د مطلب کود: 157393

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157393/د-هرات-دیني-عالمانو-طالبان-په-نسل-وژنه-تورن-کړل

آوا
  https://www.avapress.com