کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مک ماسټر: افغانستان د تروریزم په جګړې کې یوازې نه پریږدو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 دلو 1396 ساعت 19:12


د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ته ویلي دي چې امریکا به د افغانستان د حکومت او ولس سره ولاړه وي او د ترویزم ضد جګړې کې یې یوازې نه پریږدي.

ښاغلي اتمر پخپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې مک ماسټر سره یې په ټیلیفون کې خبرې کړي. مک ماسټر پدې خبرو کې په کابل او ولایتونو کې د تروریستي بریدونو په هکله جمهور رئیس اشرف غني او افغان ولس ته د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د امریکا د ولس غمرازي شریکه کړیده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې "تروریستي"بریدونه چې پدې تیرو څو ورځو کې په ملکیانو شوي، په کلکه غندلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر خپل امریکایي سیال ته په ټیلیفون کې ویلي دي چې د تروریستانو د پټیدو او روزنې ځایونه د افغانستان نه بهر دي او باید چې له منځه ولاړ شي. ښاغلي اتمر د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته ویلي دي چې دغه مرکزونه یوازې د سیمې لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطر دي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هم په کابل او ولایتونو کې په ملکي خلکو بریدونه غندلي و او د دوشنبې په ورځ یې (جنوري ۲۹) یې ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو سره په ملاقات کې ویلي و چې نور د طالبانو سره د سولې خبرې نکوي.


د مطلب کود: 157394

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157394/مک-ماسټر-افغانستان-د-تروریزم-په-جګړې-کې-یوازې-نه-پریږدو

آوا
  https://www.avapress.com