په داسې حال کې چې د بلخ سیمه ییز حکومت پر سر د ملي یووالي حکومت او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور ترمنځ لانجې له څو اوونیو راهیسې دوام لري، ولسمشر محمد اشرف غني وایي دغه موضوع به د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.
ولسمشر غني څرګندونې تېره ورځ د بلخ ولایت له یو شمېر سیمه ییز قومي مشرانو سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه ډاډ ورکړ چې د بلخ د موضوع په اړه ټول اقدامات د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي او مسایل به له دې لارې حل شي.
هغه زیاته کړه، چې د قانون د ټینګښت، عدل او تدبیر له لارې نظام پیاوړی کوو او زما په ګډون هیڅوګ اجازه نه لري چې د هېواد ملي ګټې تر پښو لاندې کړي، څوک چې د سیاست دعوه کوي کولی شي د دموکراتیکو پروسو له لارې تصمیم ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د ارګ ماڼی او عطا محمد نور ترمنځ د بلخ ولایت د سیمه ییز حکومت پر سر لانجې له څو اوونیو راهیسې دوام لري.
د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار ته ترهغه به دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.