دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 157431
ستانکزي او برمک پاکستان ته د خپل وروستي سفر جزئیات وړاندې کړل

د افغانستان د ملي امنیت ریاست رئيس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پاکستان ته د خپل وروستي سفر جزئیات له رسنیو سره سره شریک کړل.

ښاغلي برمک وویل چې دوی د پاکستان د استخباراتو مشر او د پاکستان پوځ یو شمېر نور چارواکو سره د کتنې پر مهال د وروستیو بریدونو او د وسله والو په اړه بحث او خبرې وشوې.

نوموړی زیاته کړه، چې د وروستیو بریدونو په اړه او په پاکستان کې میشت د طالبانو د مشرتابې د ښکیلتیا په اړه مغلومات، شواهد، او سندونه له پاکستاني چارواکو سره شریک شوي او پاکستاني لورې ته ویل شوي چې وروستي بریدونه د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې پلان شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت رئیس ښاغلي ستانکزي وویل، چې د وروستیو بریدونو په اړه شواهد او نور معلومات له پاکستاني چارواکو سره شریک شوي خو نوموړی په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

خو ښالي ستانکزي وویل، چې ټاکل شوې چې د شبنې په ورځ د پاکستان حکومت یوه پلاوي کابل ته سفر وکړي تر څو د ورکړل شوي معلوماتو او شواهدو په هکله د خپلو اقداماتو په اړه معلومات له حکومت سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو د وروستیو بریدونو په ترڅ کې سلګونه کسان په کابل او نورو ولایاتو کې وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwu9qqak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته