دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 157441
جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ښاغلي ګاریت بیلي سره په ارګ کې وکتل. 
په دې کتنه کې ښاغلي ګاریت بیلي جمهور رئیس او د افغانستان خلکو ته د وروسیتو تروریستي پېښو په اړه د برتانیې د لومړي وزیر او حکومت د ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو، امنیت، له تروریزم سره د ګډې مبارزې، اصلاحاتو، فساد پر ضد مبارزې، په بېلابېلو په ځانګړي ډول د مهمو زیربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو او د سوداګیزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي بېلي د هېواد جمهور رئیس ته د افغانستان حکومت او خلکوسره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
جمهوررئیس غني د برتانیې د لومړي وزیر او حکومت له ډاډګیرنې څخه په مننې د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب د تېرو کلونو په ترڅ کې د هغه هېواد د همکاریو قدراني وکړه.
جمهوررئیس یوځل بیا تروریزم د سیمې او ټولې نړۍ لپاره جدي ګواښ وباله او د دې شومې پدیدې پر ضد یې پر ګډو اقداماتوټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه: د تروریزم له خطر څخه د نړۍ د هېوادونو د ژغورنې لپاره باید د تروریزم پر ملاتړو فشار راوړل شي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkqnzz23nmkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته