کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو عاملان د پاکستان له‌خوا تمویلېږي

12 دلو 1396 ساعت 19:32

راپورنه وایی، د کابل کې، پنجشنبه په ورځ کابلیانو خلګو د پاکستان سفارت ته نږدې مظاهره ورکړه او د افغان له حکومت څخه وغوښتل چې له یاد هېواد سره هرډول اړیکې وشلوي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، مظاهره چیانو په پروان مېنه کې د پاکستان سفارت ته نږدې مظاهره ورکړه او وایی، چی پاکستان حکومت د تر هګرو دلو باید په تور لیست کی شامل شی. مظاهره چیانوچې د پاکستان پرضد شعارونه ورکول وایی، چې د افغانستان په ولایتونو او په تېره په کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو عاملان د پاکستان له‌خوا تمویلېږي. دوی د افغان له حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستان حکومت سره هر ډول اړیکې وشلوي. مظاهره چینانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه، په تورلېست کې شامل کړي.


د مطلب کود: 157452

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157452/په-کابل-کې-د-وروستیو-ترورېستي-حملو-عاملان-پاکستان-له-خوا-تمویلېږي

آوا
  https://www.avapress.com