کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملی دفاع وزارت: وسله والوباید له منځه ولاړی شي

12 دلو 1396 ساعت 19:34

د افغانستان دفاع وزارت وایی، یوازې هغه مخالفې ډلې به له عملیاتو خوندي وي چې د ولسي وګړو په وژنه کې ښکېل نه وي او غواړي سوله وکړي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دی اړه سر ګندوی، که حقاني ډله ده، که طالب او داعش او یا هم په افغانستان کې نور ترهګرې ډلې فعالیت لري، له دې پرته چې له منځه ولاړې شي بله چاره نشته‎. د یاد وړدی، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان او بهرنیو امنیتی ځواکونو بریدیونو ترسره کېږي او وسله والو طالبانو او داعشیان هم په داسې عملیاتو سره چې پېچلي بلل شوي د ښارونو په تېره بیا پلازمېنې په ځینو برخو کې بریدونه وکړل. سر چینو زیاتوی، یوازې هغه مخالفې ډلې به له عملیاتو خوندي وي چې د ولسي وګړو په وژنه کې ښکېل نه وي او غواړي سوله وکړي. بلخوا د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلی دی، پر وسله والو طالبانو به نظامي فشارونه زیات کړي.


د مطلب کود: 157453

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157453/ملی-دفاع-وزارت-وسله-والوباید-له-منځه-ولاړی-شي

آوا
  https://www.avapress.com