دانیل فریزه، آ اف دی ګوند ویانده وویل چی واګنر، ددی ګوند برجسته غړۍ د براندنبورګ شرقی ایالت کې، د جنوری په یوولسم شخصی دلایلو له امله ددی ګوند اجرایی ملی کیمته کې خپل مقام څخه استعفا ورکړ. هغه وویل: ګوند ددی مسئلی سره کوم مشکل نه لری.
هغه ټینګار وکړ چی دا ګوند دداسی ډلو څخه جوړ دی چی د مسلمانانو او مسیحیانو او همدارنګه همجنس ګرایانو ګټو څخه نمایندګی کوی.
واګنر چی روسی الاصل دی، د ۲۰۱۵ کال راهیسی ددی ګوند غړیتوب درلود. هغه ګوند ایالتی کمیته غړۍ او مذهبی ټولنیزو چارو او کلیسا چارو مسؤول وو.
واګنر ددی مخکې چی اسلامی ضد او مهاجرت ضد ګوند سره یوځای شی، سی دی یو مسیحی دموکرات ګوند غړیتوب درلود.
واګنر د تاکس اشپیګل ورځپاڼی پوښتنو ته ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.