دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 157509
د فرانسې په کاله کمپ کې د افغان او اریتریایي مهاجرو نښته

د فرانسې په کاله کمپ کې د افغان او اریتریایي مهاجرو ترمنځ په نښته کې ٢٢ کسان ژوبل شول.

دغه نښته د پنجشنبې په ورځ وشوه او نن د جمعې په ورځ دې کمپ ته نور پولیس هم ورسیدل.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو ترمنځ د نورو نښتو خبرداری هم ورکوي چې غواړي ددې کمپ نه بریتانیا ته په قاچاقي توگه لاړ شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرارډ کولومب د جمعې په ورځ د کاله په کمپ کې خبریالانو ته وویل چې د پنجشنبې د ورځې په نښته کې پنځه تنه په ډزو کې ټپي شوي دي. هغه د مهاجرو قاچاقبران د داسې پیښو په رامنځ ته کیدو تورن کړل او هغوی "بشپړه منظم" جنایتکاران وگڼل.

پولیس د هغه کس پسي گرځي چې ډزې کړې دي، خو تر اوسه یې څوک ندی نیولی.

په کاله کمپ کې مقاماتو ویلي چې نژدې ٣٠ افغان مهاجر د شاوخوا ٢٠٠ ایریترایایي مهاجرو له خوا تر گواښ لاندې وو چې پولیسو مداخله وکړه. تر اوسه څو ځلې د افغانانو او نورو مهاجرو په ځانگړې توگه د افریقایي کډوالو ترمنځ د کاله ځنگله په کمپ کې نښتې شوې دي.
د فرانسې حکومت په ٢٠١٦ کې مهاجر د کاله کمپ نه وایستل، خو د فرانسې د حکومت د رسمي شمیرو له مخې اوس هم پدې کمپ کې شاوخوا ٦٠٠ مهاجر میشت دي. بشري ډلې وایي دا شمیره شاوخوا ٨٠٠ تنه ده.

ښاغلی کولومب وایي حکومت به په دوو اونیو کې مهاجرو ته د خوراکي توکیو ویشل پیل کړي. هغه پر مهاجرو غږ وکړ چې بریتانیا ته د تگ په هیله دې د کاله کمپ ته نه راځي، ځکه د هغه په وینا ډیر لږ شمیر توانیدلي چې له دې ځایه بریتانیا ته واوړي.

هغه همداشان وویل چې د مهاجرت د کړکیچ د اوږدمهاله حل لپاره باید د پناه غوښتونکو په اړه د تصمیم نیونې پروسه چټکه شي او اقتصادي مهاجرین باید بیرته خپلو هیوادونو ته ولیږل شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxmqso2bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته