کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنفي واحدونو د مالیاتو د تصفيې په موخه یوه هوکړه لاسلیک شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 دلو 1396 ساعت 16:50

له بېلا بېلو صنفي واحدونو څخه د مالیې د راټولولو په موخه نن د کابل ښاروالي او د مالیې وزارت ترمنځ یوه نوې هوکړه لاسلیک شوه.


د کابل سرپرست ښاروال ښاغلي عبدالله حبیب زي له خبریالانو سره مرکې پر مهال وویل، چې د بېلا بېلو صنفي واحدونو د مالياتو د تصفیې په موخه د کابل ښاروالي او د مالیې وزارت ترمنځ د همکاریو یوه هوکړه لاسلیک کیږي.

نوموړی زیاته کړه، چې د دغې هوکړې بل موخه دا ده چې د مالیې وزارت او د کابل ښاروالي ترمنځ د جوازونو د صادرولو او تمدید په برخه کې د همکاریو یوه زمېنه برابرې شي.

ښاغلي حبیب زي وایي، له دې وروسته به د صنفي واحدونو د جوازنامو د تمدیدولو او د نوي جوازنامو د صادرولو په برخه کې لوموړی له مالیې وزارت څخه د مالیاتو د تصفیې تصدیق لیکونه واخیستل شي.

هغه وویل، چې دا مهال کابو ۱۳۶،۰۰۰ صنفي واحدونه وجود لري او د قانون د پلي کولو په برخه کې به د ښاري پولیسو یوه تشکیل رامنځته شي.

د ماليې وزارت معین نجیب الله وردکي ډاډ وکړ، د احصایې د لوړوالي او د نویو صنفي واحدونو د تشخیص په موخه به د جوازونو د صادرولو او تمدېد بهیر به لا چټک او ساده شي.

نومړی زیاته کړه، چې سږ کال له صنفي واحدونو او کوچنیو شرکتونو څخه کابو ۳،۴ میلیارډ افغاني مالیې ترلاسه شوي دي.


د مطلب کود: 157524

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157524/د-صنفي-واحدونو-مالیاتو-تصفيې-په-موخه-یوه-هوکړه-لاسلیک-شوه

آوا
  https://www.avapress.com