دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۱۶
د مطلب کود : 157628
د هيواد کی ۱۰۰ تنه وسله والو وژل شوی
افغانستان د ملي دفاع وزارت سرګندوی، چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان امنیتی ځواکونو په بریدیونو کې کابو ۱۰۰ تنه د دولت مخالفینو وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملی دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې افغان امنیتی ځواکونو ۱۰۰ تنه وسله والو وژلی دی. هغوی وایی، چې دغوعملیاتو د هېواد په ۷ ولایتونو کې ترسره شوي. ښاغلی وزيري زیاتیوی، دغو ولایتونه کندهار، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند او میدان وردګ یادوي او سرګندوی، چې عملیات په تېرو ۲۴ساعتونو کې ترسره شوي دي. سرچنیو وایی، چې په یاد بریدیونو کې د افغان امنیتی ځواکونو لاسته یو شمېر وسلې او مهمات هم ورغلي. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcewf8zvjh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته