دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 157633
ارګ: د کابل ښار امنیتي پلان په اصولو کې تائید شو

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانی د غونډې په لړ کې د کابل ښار امنیتي پلان په اصولو کې تائید شوی.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې په غه غونډه کې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری جوړه شوی و، په ترڅ کې یې د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو  په ټول هېواد کې د نظامي عملیاتو د پرمختګونو او په دې برخه کې د لاسته راوړنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه راز لوړ پوړو امنیتي مسوولینو د کابل ښار امنیتي پلان جمهوررئیس غني ته وړاندې کړ.

امنیتي مسوولینو وویل، د همغږي، انسجام، کشف او استخباراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا، د پولیس ځواکونو موثر ځای پرځای کول او په دې سکتور کې  هر اړخیزه اصلاحات د کابل ښار امنیتي پلان کې شامل دي.

د ارګ ماڼی به وینا، غونډې له مفصلو بحثونو وروسته د کابل ښار امنیتي پلان په اصولو کې تائید کړ او د هغه د موثر تحقق په خاطر یې  لوړپوړو امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د تطبیق په  موخه د ټاکلي وخت چوکاټ په ګډون دې پر جزئیاتو کار وکړي او تر راتلونکو لسو ورځو دې هغه نهایي او ولس ته واوروي.

جمهوررئیس غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او د دښمن د شومو پلانونو د دفعې په خاطر امنیتي او دفاعي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcae0n6e49nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته