دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 157634
ولسمشر اشرف غني تېره شپه د کابل لسمې امنیتي حوزې ته ولاړ

ولسمشر اشرف غني تېره شپه د کابل لسمې امنیتي حوزې ته ولاړ او د پولیسو د ستونزو او د کورني وضعیت پوښتنه یې وکړه.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې افغان ولسمشر د ترورېستي ډلو، جنایت‌کارو بانډونو، زورواکو، سړي تښتوونکو او د مخدرو موادو د قاچاقبرانو په وړاندې د کابل ښاریانو د امنیت د ټینګولو په چاره کې د پولیسو د لسمې حوزې چارواکو ته سپارښتنه وکړه او په دې برخه کې د خلکو همکاري یې مهمه وبلله

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfzb8arhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته