کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ امر بېرته اخیستل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 دلو 1396 ساعت 13:07

د افغانستان د لويې څارنوالۍ د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ امر بېرته اخیستل شوی دی.


د (هشت صبح) ورځپاڼې نننۍ ګڼې د لويې څارنوالۍ د کورني او باندني امینت د جرایمو پر وړاندې د مبارزې له ریاست څخه داسې اسناد تر لاسه کړي، چې په کې د مرغومي میاشتې په ۱۶مه نېټه د رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ امر شوی؛ خو لس ورځې وروسته بېرته اخیستل شوی دی.

د سرچينې په حواله له نن شل ورځې مخکې لویې څارنوالۍ کورنیو چارو وزارت ته د یو مکتوب په واسطه خبر ورکړی او لیکلي يې دي، چې رحمت الله نبیل نور ممنوع الخروج نه دی.

(د افغانستان د خلکو محور) تېره ورځ ویلي وه، چې رحمت الله نبیل د ځينو استخباراتي هڅو د افشا کولو له کبله ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د افغانستان د خلکو محور، په نوم سیاسي بنسټ، چې رحمت الله نبیل يې د رهبري شورا غړی دی، تر اوسه د دې تازه معلوماتو په تړاو څه نه دي ويلي.

د یادونې وړده، چې لویې څارنوالۍ تر دې دمه د نوموړي د ممنوع الجروجۍ د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 157650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157650/د-رحمت-الله-نبیل-ممنوع-الخروجۍ-امر-بېرته-اخیستل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com