کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار په نوي امنیتي پلان کي د امنیتي کمربندونو ټنیګار شوی دی

17 دلو 1396 ساعت 11:15

راپورنه وایی، چې د کابل په نوي امنيتي پلان کې د پلازمېنې د امنیتي کمربندونو او د استخباراتي معلوماتو پر پیاوړي کولو ټینګارشوی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د وسله‎والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې هغه امنیتي پلان تأیید شو چې د یکشنبه په ورځ د کورنیو چارو وزارت، جمهوري ریاست ته وسپاره. د ارګ نه خبرشوی په یوه خبرپاڼه کې ویلی، د کابل د امنیت نوې طرحه چې پرون د وسله‎والو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ په غونډه کې له بحثونو وروسته په اصولو کې تأیید شوه، د کابل د مسؤلو امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د کشف او استخباراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او په امنیتي سکټور کې د هر اړخیزو اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کوي. ویلکږی، په غونډه کې د دې طرحې په اړه له بحث وروسته د کشفي او استخباراتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د کابل د امنیتي کمربند د غښتلي کولو پر اړتیا ټینګار وشو. د ارګ په خبرپاڼه کې زیاتوی، چې افغان ولسمشر په پرونۍ غونډه کې مسؤلو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د پلازمېنې کابل د امنیتي پلان د عملي کولو پر جزئیاتو کار په ۱۰ ورځو کې بشپړ کړي.


د مطلب کود: 157701

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157701/د-کابل-ښار-په-نوي-امنیتي-پلان-کي-کمربندونو-ټنیګار-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com