دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 157716
ارګ: د ناټو ملکي استازي ولسمشر غني ته د ناټو سرمنشي د ډاډګېرنې پیغم وړاندې کړ

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنیلیوس زیمرمن ولسمشر محمد اشرف غني ته د ناټو سرمنشي د ډاډګېرنې لیکلی پیغام وړاندې کړی دی.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي زیمرمن له ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال وویل، چې ناټو سازمان په سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ دی او د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغانستان خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

ښاغلي زیمرمن زیاته کړه، چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه د جمهور رئیس غني د رهبري قدرداني کوي او همدارنګه په دغو ځانګړو شرایطو کې د سولې په اړه د جمهور رئیس د دې دریځ هرکلی کوي چې یوازې له هغو طالبانو سره به د سولې مذاکرات وشي چې په افغانستان کې د وحشت او جنایتونو پلوي نه کوي او نه هم د وروستیو ترورریستي بریدونو مسوولیت مني .

هغه وویل، ناټو سازمان او غړي هېوادونه د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي او همدارنګه یاد سازمان د تروریستي ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ او مرسته کوي.

په همدې حال کې ولسمشر غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د ناټو سازمان سرمنشي د ډاډګېرنې مننه او له افغانستان سره د یاد سازمان د غړو هېوادونو د همکاریو قدرداني وکړه. هغه وویل، د ترهګرۍ ضد مبارزه د ټولو ګډه مبارزه ده، ځکه دغه شومه پدیده د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات تهدیدوي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې سوله د ټولو په ځانګړي ډول د افغانستان د خلکو غوښتنه ده. جنګ زموږ انتخاب نه دی او هغوی چې د سولې پرځای جنګ غواړي، نو امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې د جدي مبارزې له لارې وځپي.

د ولسمشر غني په وینا، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سیمې او نړۍ د ثبات په خاطر د ترهګرۍ ضد مبارزه په مېړانه او زړورتیا مخته بیایي. هغه زیاته کړه، په دغه مبارزه کې باید ټول صادقانه ونډه واخلي او د سیمې هېوادونه دې دا درک کړي چې د ترهګرۍ پالنه د هیچا په ګټه هم نه ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsmqse2bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته