اجرائيه رئیس د هند لخوا د مرستو او پراختیايي پروژو پلې کول د افغانانو د ژوند په ښهوالي کې اغېزمن بولي
په کابل کې د هند سفیر، منپریت هورا له افغان چارواکو سره د ۱۰۰میلیون ډالره په ارزښت په بیلابیلو برخو کې د کوچنیو پروژو مرسته اعلان وکړ.
نوموړي نن( سېشنبې د سلواغې۱۷مه) د هوکړې پر مهال وویل چې هېواد به یې د روزنې، استنادي دېوالونو، روغتیا او نورو برخو کې دا مرستې وکړي.
د پروژو د هوکړې پر مهال اجزائیه رئیس، عبدالله عبدالله وویل چې د یادو پروژو په پلې کولو کې باید د افغانستان لخوا ځنډ ونشي.
د نوموړي په وینا هند په افغانستان کې د ولسواکی غوښتونکی دی.
ښاغلي عبدالله د یو شمېر هېوادونو د ورانکارو کړنو ته په اشارې وویل چې دا هېوادونه له ځانمرګي بریدونو، توغندیو توغولو او ورانکارو کړونو څخه نشي ترلاسه کولی.
د عبدالله په خبره هغه کسان چې له افغانستان سره د دوستۍ ادعا کوي باید هغه په عمل کې ثابته کړي او له هغو کړنو لیري شي چې د افغانستان د بېثباتۍ لامل کېږي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې پاکستاني پوځيان له درې ورځو له په دېخوا د کوند ولایت پر دانګام او سرکاڼو توغندوي توغوي.
سیمهييز چارواکي تائيدوي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دې ولسوالیو ۱۸۰ توغندي توغول شوي.
دوی وايي چې د دې بریدونو په پایله کې مرګژوبله هم اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.