پنټاګون وايي، د افغانستان جګړه د امریکا لپاره د کال ۴۵ میلیاره ډالره لګښت لري.
دا خبره د اسیا په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال رينډال شریور د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د سناتوارانو د پوښتنو په ځواب کې وکړه.
ښاغلي شریور وویل په دې کلني لګښت کې پنځه میلیارده د افغان ځواکونو، ۱۳ میلیارده په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو او ډېره برخه نوره یې په لوژیستکي اکمالاتو او نورو چارو لګېږي.
په عین حال کې د امریکا د بهرینو چارو وزارت مرستیال جان سالیون د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو پر مهال که څه هم په افغانستان کې د طالبانو وروستي خونړي بریدونه د شاتګونو په توګه یاد کړل، خو ټینګار یې وکړ چې د جګړې په ډګر کې طالبانو ځواک کم شوی دی.
د سالیون په وینا، دا ډله د خپلو ټولو هڅو سربېره د کومې ګڼ مېشتې سیمې او یا مرکز په نیولو نه ده توانېدلې.
د امریکا د دفاع وزارت مرستیال رينډل شریور د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کېمټې ته وویل، د افغانستان د کرکېچ سیاسي هواری او پخلاینه د امریکا د نوې ستراتیژۍ مهمه برخه ده او دوی به د افغان امنیتي ځواکونو سره د طالبانو خلاف جګړه کې په ټول وس مرسته وکړي، څو طالبان د سولې خبرو کې شمولیت ته حاضر شي.