دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 157810
چارواکي: په ارزګان کې ۱۸ وسله وال طالبان او ۳ ملکیان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عملیاتو پرمهال ۱۸ وسله وال طالبان او درې ملکیان وژل شوي او یو شمېر وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قوماندان دوهم څارن ملک زین الله نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ګډو ځواکونو له خوا دغه پوځي عملیات يې له تېرې ورځې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ اړوند خانکه سیمه کې پیل کړي چې پرمهال یې ۲ کیلومتره سیمه هم له وسله والو طالبانو تصفیه کړي دي.

نوموړی وايي چې په یادو عملیاتو کې افغان سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

ښاغلي زین الله دغه راز وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز ترینکوټ اړوند صد مردي په سیمه کې وسله والو طالبانو درې ملکي کسان په ډزو وژلي.

نوموړی وايي چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه، یوسپين ږیری او یو ځوان شامل دي، خو دا يې ونه ویل چې دغه ملکي کسان ولې وسله والو طالبانو وژلي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ځايي چارواکو په خبره چې دا عملیات لاهم په یاده سیمه کې روان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzqnzv23nm6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته