دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 157834
د افغانستان د پوهنتونونو په تحصیلي نصاب کی مثبت بدلونونه ضروری دی
ویلکږی، د لوړو زده کړو وزارت پلان لري چې د افغانستان د پوهنتونونو په تحصیلي نصاب کې د وخت د غوښتنو سره سم بدلونونه راولي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت ویاندې عارفه پیکار نن ورځ په کابل ښار کې په دی اړه خبریالانو ته ویلی، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د هیواد د پوهنتونونو پر تحصیلي نصاب بیا کتنه، د دغه وزارت لومړیتوب دی. هغوی وایی، په یاد هدف به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې، د افغان او بهرنیو متخصصینو یو ګډ علمي مسلکي کمېسیون، کار پیل کړي. دوی ویلی، د اساسي څانګو نصاب بیا کتنې او پراختیا ته ضرورت لري، شا اوخوا ۴۰ تخصصي کلستره جوړ شوي دي، د دغو کلسترونو غړي، د خصوصي سکټور، د دولت د تخصصي ارګانونو او د دولت او خصوصي بنسټونو استازي دي. هغوی زیاتوی، په دې بحثونو کې به ډېر تمرکز د کانونو د استخراج، کرنې، خوراکي موادو، برښنا، ټرانسپورت، چاپېریال ساتنې او معلوماتي تکنالوژۍ پر برخووي. سرچینووایی، دیاد برخې د افغانستان د پرمختګ لپاره ضروري موارد دي او د هېواد اقتصادي وده ورپورې تړلې ده. د یاد وړدی، د لوړو زده‌کړو وزارت چې نوې تکنالوژي، پرمختګونه او د وخت غوښتنې او اړتیاوې ایجابوي چې د افغانستان د پوهنتونونو په تحصیلي نصاب کې مثبت بدلونونه رامنځته شي. د افغانستان د هنتونونو په تحصیلي نصاب کی مثبت بدلونونه ضروری دی
https://avapress.com/vdcds50foyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته