کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو په تحصیلي نصاب کې بدلونونه راولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 دلو 1396 ساعت 19:09


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، پلان لري چې د هېواد د پوهنتونونو په تحصیلي نصاب کې د وخت د غوښتنو سره سم بدلونونه راولي.

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان د پوهنتونونو پر تحصیلي نصاب بیا کتنه، د دغه وزارت لومړیتوب دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاندې عارفه پیکار د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د سلواغې ۱۸» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نوې تکنالوژي، پرمختګونه او د وخت غوښتنې او اړتیاوې ایجابوي چې د افغانستان د پوهنتونونو په تحصیلي نصاب کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

مېرمن پیکار وویل، په دې هدف به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې، د افغان او بهرنیو متخصصینو یو ګډ علمي مسلکي کمېسیون، کار پیل کړي.
نوموړي زیاته کړه:

"د اساسي څانګو نصاب بیا کتنې او پراختیا ته ضرورت لري، شااوخوا ۴۰ تخصصي کلستره جوړ شوي دي، د دغو کلسترونو غړي، د خصوصي سکټور، د دولت د تخصصي ارګانونو او د دولت او خصوصي بنسټونو استازي دي. دوی به د بهرنیو متخصصینو تر نظر لاندې د نصاب پر بیا کتنه بحث وکړي."

اغلې پیکار وویل، په دې بحثونو کې به ډېر تمرکز د کانونو د استخراج، کرنې، خوراکي موادو، برښنا، ټرانسپورت، چاپېریال ساتنې او معلوماتي تکنالوژۍ پر برخو وي.

مېرمن پیکار وايي، دغه برخې د افغانستان د پرمختګ لپاره ضروري موارد دي او د هېواد اقتصادي وده ورپورې تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنتونونو محصلینو او استادانو ډېر ځلې د تحصیلي نصاب له زړښت او د تدریس پر مهال د پرمختللو علمي تجهیزاتو له نشتوالي شکایتونه کړي دي.

سربېره پر دې د پوهنتونونو استادانو او محصلینو دا هم ویلي چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په تحصیلي نصاب کې اوس هم توپیرونه موجود دي.

په ورته وخت کې د چارو پوهان وايي، افغانستان په جنګ کې ښکېل هېواد دی او د تحصیلي نصاب د بدلون پروسه په‌کې وخت ته اړتیا لري.
د کابل د برهان‌الدین رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد عبدالجبار څپاند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تعلیمي نصاب داسې څه نه‌دي چې په یو وار له بنیاده بدل شي او موږ ځانونه د غربي هېوادونو سیال کړو، نصاب باید په دوره‌یي شکل بدل شي ځکه چې افغانستان جنګ ځپلی هېواد دی او اوس هم په جنګ کې دی، نو که دغې پروسې ته علمي نظر وکړو، یو لړ ستونزې لري، خو کوم کار چې د لوړو زده‌کړو وزارت پیل کړی، دا یو ضرورت و."

ښاغلي څپاند وویل، د افغانستان د پوهنتونونو اوسنی نصاب د وخت اړتیاو ته ځواب نه‌شي ویلی او که پر همدې حالت پاتې شي، پر محصلینو، استادانو او په مجموع کې به د لوړو زده‌کړو پر نظام ناوړه اغېز وکړي.


د مطلب کود: 157835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157835/د-لوړو-زده-کړو-وزارت-پوهنتونونو-په-تحصیلي-نصاب-کې-بدلونونه-راولي

آوا
  https://www.avapress.com