دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 157866
د ازبکستانیانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال په جوزجان کې ووژل شول

د افغانستان د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال وژل شوي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، په وژل شویو کې د ازبکستان دوه وګړي هم شامل دي.

د شاهین قول اردو په وینا، پرون د درزاب ولسوالی اړوند په سر درې، مکتب امام بخاري، بي بي مریم، اقسای، او میمنې قشلاق په سیمو کې د داعشیانو پر مواضعو د یو یړ هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه د ۲ ازبکستانیانو په ګډون ووژل شول.

سرچینه زیاتوي، چې د داعش وسله والو یو غړی غلام رسول له یو میل پیکا، یوه پایه مخابره، یوه عراده موټر سایکل، او لسګونو مهماتو سره یوځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.

د اسلام دولت ترهګرې ډلې په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د شاهین قول اردو چارواکوو تېره ورځ وویل، چې د امریکایي ځواکونو د B-52 دوله الوتکو د هوایي بریدونو په ترڅ کې تر ۱۰ زیات وسله وال د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي.

د سرچینې په وینا، له دې وړاندې هم د داعشیانو پر پټنځایونو افغان او امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ترسره کړي او په  دغو هوایي بریدونو کې تر اوسه کابو ۷۰ وسله وال وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqyazqt1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته