د افغانستان د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال وژل شوي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، په وژل شویو کې د ازبکستان دوه وګړي هم شامل دي.
د شاهین قول اردو په وینا، پرون د درزاب ولسوالی اړوند په سر درې، مکتب امام بخاري، بي بي مریم، اقسای، او میمنې قشلاق په سیمو کې د داعشیانو پر مواضعو د یو یړ هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه د ۲ ازبکستانیانو په ګډون ووژل شول.
سرچینه زیاتوي، چې د داعش وسله والو یو غړی غلام رسول له یو میل پیکا، یوه پایه مخابره، یوه عراده موټر سایکل، او لسګونو مهماتو سره یوځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.
د اسلام دولت ترهګرې ډلې په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د شاهین قول اردو چارواکوو تېره ورځ وویل، چې د امریکایي ځواکونو د B-52 دوله الوتکو د هوایي بریدونو په ترڅ کې تر ۱۰ زیات وسله وال د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي.
د سرچینې په وینا، له دې وړاندې هم د داعشیانو پر پټنځایونو افغان او امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ترسره کړي او په دغو هوایي بریدونو کې تر اوسه کابو ۷۰ وسله وال وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.