دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 157882
په ننګرهار ولایت کې د ترهګرو ډلو یو مشهور غړی نیول شوی دی

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ترهګرو ډلو یو مشهور غړی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د ملي امنیت مؤظفینو د اوږدو څڼو درلودونکی وسله وال مخالف صدام،چې مشهور په خالد دی،ژوندی نیولی .

خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړې په سرحدي سیمو کې له نورو ترهګرو سره یو ځای تروریستي فعالیتونه ترسره کول،چې د فعالیت پر مهال د ملي امنیت زړور منسوبینو له لورې ژوندی ونیول شو.

د ولایت مقام په وینا، نیول شوي وسله وال مخالف صدام پخپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې،چې په امنیتي پوستو،ښوونځیو، روغتونونو او نورو عامه ځآیونو یې بریدونه ترسره کړي .

دا په داسې حال کې ده،چې تېره ورځ هم د ملي امنیت مؤظفینو په ننګرهار کې یو تن انسان تښتوونکی د ښځو په چادریو کې نیولی وو.

د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7u9qxak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته