د جرمني یوې محکمې پرون جمعه یو افغان پناه غوښتونکی په عمري قید محکوم کړ.
د ډيلي مېل په حواله، مجرم یوه افغانه مهاجره چې د څلورو ماشومانو مور وه او عیسویت دین ته اوښتې وه، په چاړه وهلې او وژلې وه.
ویل کېږي چې مجرم سړي د یوه سوپر مارکېټ مخکې ته یوه ښځه، شپاړس واره په چاړه وهلې وه.
د ښځې دوه ماشومان د پېښې شاهدان وو.
څارنوالانو ویلي چې مجرم تېرکال په اپرېل میاشت کې له اسلامه د وژل شوې ښځې پر اوښتو غوسه شوی و او پر هغې يې حمله کړې وه.
د څارنوالانو په وینا، قاتل ۳۰کلن دی خو د هغه هویت نه دی څرګند شوی.
وژل شوې ښځه ۳۸کلنه وه او هغه يې هم د دین بدلولو په اړه پوښتلی و.
په جرمني کې د قانون له مخې، په عمري قید محکوم وګړي تر ۱۵کلونو زندان وروسته کولائ شي چې د ازادۍ عرض وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)