دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 157954
د پاکستاني طالبانو د محسود څانګې مشر په پکتیکا ولایت کې وژل شوی

د پاکستان طالبانو د محسود څانګې مشر خان سید سجنا په ختیځ پکتیکا ولایت کې د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی.

ځایي چارواکي په پکتیکا ولایت کې تائید کړې چې  خان سید سجنا د بې پیلوټه الوتکو د برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

د چارواکو په وینا، په دغه برید کې د خان سید سجنا ۹ ملګري هم وژل شوي او د هغوي د هویت په اړه کره معلومات تر اوسه په لاس کې نشته.

د تحریک طالبان پاکستان د محسود څانګې وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د اسوشیټید پرس خبرې اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه وسله وال د پاکستان په شمالي وزیرستان سیمه کې وژل شوي.

د راپور له مخې، د امریکا پوځ اړوند بې پیلوته الوتکو د پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په ګورواک سیمه کې د ترهګرو پر امن ځایونو هوایي بریدونه ترسره کړل.

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بې پیلوټه الوتکو په هوایي بریدونه کې زیاتوالي راغلي دي.

کابو درې اوونی مخکې هم امریکایي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پر یوه پتڼځای هوایي بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې د حقاني شبکې یو ډلمشر په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnu9qtak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته