کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالرب رسول سیاف سعودي عربستان ته په سفر تللی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 دلو 1396 ساعت 13:16


پخواني جهادي مشر او د افغانستان ساتنې او حراست تر نوم لاندې د جبهې رئیس عبدلرب رسول سیاف په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته تلل دی.

ښاغلي سیاف ته نژدې سرچینې وایي، نوموړی پرون د سعودي عربستان د چارواکو په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

د سرچېنو په وینا، ټاکل شوې چې ښاغلي سیاف سعودي ته د خپل سفر په ترڅ کې د عمرې حج د اداکولو ترڅنګ له سعودي چارواکو لیده کاته ولري.

د راپورونو له مخې، ښاغلي سیاف به له سعودي چارواکو سره د کتنې پر مهال په اسلامي هېوادونو کې د موجود ستونزو او د ترهګرو د لمنځه وړولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي سیاف یو له هغو د ګوتو په شمار جهادي مشرانو څخه دی، چې د وسله والو ډلو پروړاندې سرسخته دریځ لري.

ښاغلی سیاف په دې وروستیو کې پر طالب وسله والو کلکې نیوکې کوي، په ځانګړي ډول پر هغوی چې ځانمرګي بریدونه کوي او یا ځانمرګي افغانستان ته رااستوي.


د مطلب کود: 157959

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157959/عبدالرب-رسول-سیاف-سعودي-عربستان-ته-په-سفر-تللی

آوا
  https://www.avapress.com