دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 157993
په خوست کې څلور تنه د قتل، ترور او قاچاق په تور نیول شوی دی
خوست امنیتی چارواکې په دی ولایت کې د څلور تنو نیول کیدو څخه خبر ورکوی چی په قتل او قاچاق او ترور کې لاس درلود.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره،خوست جنایی جرایمو سره مبارزه مدیر، د شنبه په ورځ ددی کسانو نیول کیدو په اړه خبرنګارانو ته وویل: څلور مجرم کسان چی خوست ښار کې په قتل، قاچاق او ترور کې لاس درلود، د خوست پولیسو له لوری نیول شوی دی. ددی امنیتی مقام په وینا دا کسان د نیول کیدو مخکې، لږ مده د امنیتی ځواکونو سره نښته کړی. هغه زیاته کړه چی ددی مجرمانو څخه، ځینی جنګی وسیلی لکه دوه میله کلاشینکوف، یو حلقه لاسی بوم او یو میل تفنګچه لاس ته راغلی دی. همدارنګه د هغه په وینا ددی کسانو څخه ځینی مخدره توکې لکه څلور کیلو ګرامه چرس، دوه کیلو تریاک، ۱۱۳ ګرام شیشه او هروئین لاسته راغلی دی. دا مقام ویلی دی چی مجرمان خپل جرم باندی اعتراف کړی او عدلی او قضایی ارګانونو ته سپارل شوی دی.
https://avapress.com/vdcjhaevtuqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته