دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 158052
افغان امنیتی ځواکونو په دوو ولایتونو کی بریدونو کړی دی
ویلکږی، د افغان امنیتی ځواکونو په بېلابېلو هوايي عملیاتو کې د هېواد په دوو ولایتونو کې ۹ تنه وسله وال وژل شوي او۳ تنه نور ټپيان شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې وروستیو هوايي بریدونو په پایله کې۹ ترهګر د هېواد بېلو ولایتونو کې وژل شوي دي. سرچنو زیاتوی، چې د ارزګان ولایت ترینکوټ ولسوالۍ ختیځ کې تپه ښار کې د افغان هوايي ځواکونو هوايي برید کې څلور تنه ترهګر وژل شوي. په دې هوايي بریدونه کې د ترهګرو پټن‎ځای په نښه شوی چې په پایله کې یې د دوی وسلې او مهمات او له منځه تلي دي. د یاد وړدی، په یاد پرېدونو کې۳ تنه نور ټپیان شوی دي خو تر اوسه د دولت مخالفینو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcgn79qxak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته