دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۲۶
د مطلب کود : 158197
په کندهار او زابل کې، لاریون کوونکې د دیورند مساله اساسی حل لاری غوښتونکې شو
  د کندهار او زابل ولایت ځینی اوسیدونکې د لاریون په ترسره کولو سره، د سازمان ملل څخه دیورند مساله د اساسی حل لاری غوښتونکې شو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، لاریون کوونکې په پاکستان کې د ټولو پشتنو لاریونونو څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړ.
زابل اوسیدونکې د لاریون په ترسره کولو سره ټینګار کړی چی لوی افغانستان د لاسته راوړلو لپاره لاریون کوی او ددی حق ترلاسه کولو پوری به خپل لاریون ته ادامه ورکوی.
لاریون کوونکې همدارنګه ویلی دی چی پاکستان افغانانو په وړاندی دسیسه جوړونې ته ادامه ورکوی او افغانان او دیورند دواړو لورو بلوڅان، پاکستان پرضد خپل لاریونونو ته ادامه ورکوی.
دا لاریونونه په داسی حالت کې صورت نیسی چی مخکې ګارت بیلی؛ د انګلیس لمړۍ وزیر خاص نماینده د افغانستان او پاکستان په چارو کې، آریانا نیوز سره په مصاحبه کې ویلی دی چی کابل او اسلام آباد باید دیورند مساله حل کړی.
د پاکستان پشتنو لاریونونه اوس پای ته رسیدلی دی.
 
https://avapress.com/vdcgy79quak9nq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته