کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې امنیتی پوستو باندی د طالبانو بریدونه په شا ټمبول شوی

24 دلو 1396 ساعت 23:28

 
د فراه ولایت امنیتی چارواکې خبر ورکوی چی ددی ولایت پشت کوه ولسوالی کې ۱۸ تنه طالبان وژل شوی او ټپیان شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، اقبال باهر، فراه پولیسو قوماندی ویاند وویل: تیره شپه طالبان د پشت کوه په ولسوالی کې څو امنیتی پایګاوو باندی برید کړی د هیواد امنیتی ځواکونو له لوری په شا وټمبول شو.
هغه زیاته کړه: ددی بریدونو په لړکې، ۱۰ تنه طالبانو وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
د فراه پولیسو قوماندی ویاند ادامه ورکړه: د طالبانو پوره ماتې لپاره نن سه شنبه د دلو په ۲۴ په فراه کې امنیتی ځواکونو پراخ عملیات شروع شوی دی.
دا عملیات په داسی حال کې په فراه کې ترسره کیږی چی دوه اونۍ مخکې طالبان ددی ولایت ساختمان تر دری کیلومتری پوری نږدی شوی وو او په لړکې یی محمد عارف شاه جهان خپل لوری څخه استعفا ورکړه او عبدالبصیر سالنګی ددی ولایت والی په حیث وګمارل شو.
 


د مطلب کود: 158198

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158198/په-فراه-ولایت-کې-امنیتی-پوستو-باندی-د-طالبانو-بریدونه-شا-ټمبول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com