کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غور د مستوفيت د خزانې امر د بډو اخيستنې په تور ونيول شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 دلو 1396 ساعت 13:12


د ملي امنيت له لوري د غور ولايت د مستوفيت ادارې د خزانې امر د بډو اخستنې په تور ونيول شو.
په غور ولايت کې د ملي امنيت يوې سرچينې د نوم له اخيستو پرته د سلواغې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مستوفيت ادارې يو کارکوونکي له څه مودې راهيسې د دوې تر تعقيب لاندې و.
هغه وايي چې د ملي امنيت کارکونکو تيره ورځ د دې ولايت د مستوفيت ادارې د خزانې امر داود صالحي د اتيا زره افغانيو د بډو اخيستنې پرمهال لاس په لاس نيولى دى.
ده وويل چې له صالحي څخه دا مهال پوښتنې روانې دي.
په ورته وخت کې د غور د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال صالحي هم ياده پېښه تاييد کړه خو د جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
د يادونې وړ ده چې د روان کال په اوږدو کې د ملي امنيت له لوري د غور ولايت د پوهنې رييس او د دې ولايت د چهارسدې ولسوالۍ د پوهنې امر هم د اختلاس په تور نيول شوي وو، چې بيا وروسته د قومي مشرانو او ولايتي شورا د غړو په منځګړتوب خوشې شول.
 


د مطلب کود: 158296

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158296/د-غور-مستوفيت-خزانې-امر-بډو-اخيستنې-په-تور-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com