کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې د امریکایي ځواکونو هوایي برید د طالبانو ډلمشر او پنځه وسله وال وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 دلو 1396 ساعت 9:29

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د چهار شبنې په ورځ ناوخته د ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې د طالبانو په یوه پټنځای هوایي برید ترسره کړل چې په ترڅ کې شپږ تنه وژل شوي.


په سویل ارزګان ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي، د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د طالبانو یوه ځایي ډلمشر ملا غازي وژل شوی دی.
چارواکي زیاتوي، چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د چهار شبنې په ورځ ناوخته د ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې د طالبانو په یوه پټنځای هوایي برید ترسره کړل چې په ترڅ کې شپږ تنه وژل شوي.
په ترینکوټ ښار کې د ملي پولیسو یوه سرچینه تائید کړه چې په دغه برید کې د لږ تر لږه څلور وسله وال ټپیان هم شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو پر پټنځای تازه هوایي برید د ګرم آب په سیمه کې ترسره شوې او په ترڅ کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونی هم د ورته هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۵ تنه وسله وال ووژل شول او ۴ نور ټپيان شوي وه.
 


د مطلب کود: 158363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158363/ارزګان-کې-د-امریکایي-ځواکونو-هوایي-برید-طالبانو-ډلمشر-او-پنځه-وسله-وال-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com