د يوې اوونۍ څخه په کمه موده کې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو د افغان لورې ډېرې هیلې او خوشبینۍ راټوکولي دي.
تر راتلونکو شپږو ورځو په هرات کې د ټاپي پروژې عملي کار پیلېږي
28 دلو 1396 ساعت 15:19
د يوې اوونۍ څخه په کمه موده کې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو د افغان لورې ډېرې هیلې او خوشبینۍ راټوکولي دي.
ټاکل شوې تر راتلونکو شپږو ورځو پورې د افغانستان د ټاپي پروژې کار له هرات ولایت نه پیل شي.
د يوې اوونۍ څخه په کمه موده کې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو د افغان لورې ډېرې هیلې او خوشبینۍ راټوکولي دي.
د هرات د والي ویاند محمد جیلاني فرهاد د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې د روانې اوونۍ ترپایه پورې به هرات ولایت د دغه پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ټاپي پروژې د غړیو هېوادونو کوربه وي.
ښاغلی جیلاني ټینګار کوي چې دغه پروژه ټولو غړیو هېوادونو ته ډېرې اقتصادي ګټي لري او د افغانستان هيله دا ده چې غړي هېوادونه د دې پروژې د عملي کېدو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د همدې اوونۍ په پای کې به موږ په هرات کې ولایت کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل شاهدان و، په تدارکاتي، امنیتي او تشریفاتي برخه کې تیارۍ نیول شوي او د څلور واړو هېوادونو افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د لوړرتبه چارواکو په ګډون سره به د ښو مراسمو کوربانه یو."
د ټاپي د ګازو د لېږد دا پروژه شا و خوا دوه کاله مخکې د ۲۰۱۵ مېلادي کال په ډسمبر میاشت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هندي مشرانو له خوا پرانیستل شوه.
دغه نل لیکه ۱۸۱۴کېلو متره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کېلو متره یې د افغانستان په خاوره د هرات، فراه، نیمرزو، هلمند او کندهار ولایت له ځینو سیمو نه تېرېږي.
د مطلب کود: 158390