دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 158401
طالبانو د فراه د بالابلوک ولسوالۍ کې اته پولیس وژلي
د فراه ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د " نلک" په سیمه کې د عامه نظم د پولیسو پر یوه پوسته په برید کې اته پولیس وژلي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري امریکا غږ اشنا راډیو ته د دې پیښې د تائید پر وخت وویل، چې تیره شپه کله چې پولیس په خوب بیده وو، وسله والو طالبانو د شپې په تورتم کې د عامه نظم د پولیسو پر پوسته ډله ییز برید وکړ، چې په پایله کې یې په دغه پوسته کې اته پولیس ووژل شول.

د فراه د والي ویاند وویل، د دغې پیښې وروسته دغې سیمې ته نور ځواکونه واستول شول،چې وسله والو طالبانو سره د دغو ځواکونو په نښته کې دولس طالب وسله وال هم ووژل شول او درې نورټپیان شول.

د فراه ولایت یو شمیر سیمه ییزو چارواکو، د تیرې شپې په جګړو کې د افغان پولیسو د یوې زرهې وسیلې د ویجاړیدو خبر هم ورکړی او ویلي دي، چې په برید کې وسله والو طالبانو یوه اندازه مهمات هم له ځان سره وړي دي، خو د فراه ولایت د والي ویاند دا خبر بې اساسه بللی دی.

طالبانو ادعا کړې، چې د تیرې شپې په جګړو کې یې لس افغان پولیس وژلي، یو یې ژوندی نیولی او د افغان ځواکونو یوه پوسته هم نیولې ده.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د دغه ولایت د ناامنو ولسوالیو په ډله کې شامله ده او د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې فعال حضور لري.

تیره اونۍ د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره د افغان حکومت یو لوړ پوړې پلاوي د دغه ولایت څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د فراه ولایت امنیت ته ورپيښ ګواښونه له منځه تللي او اوس په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7v8zzjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته