دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۰
د مطلب کود : 158425
د طالبانو مخدره توکو یو لوی انبار په فراه کې له منځه یوړل شو
  په فراه کې د بی سرنشینه الوتکو بریدونو له امله طالبانو مخدره توکو یو لوی انبار له منځه یوړل شو.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا برید د بین المللی ځواکونو بی سرنشینه الوتکو له لوری د فراه ولایت بکواه ولسوالی په اشکین سیمه کې ترسره شوی دی.
د طالبانو په زرهاوو کیلوګرامه مخدره توکې په دی ځای کې ساتل کیده.
دا برید په داسی حال کې صورت نیسی چی د جنرال نیکلسون په وینا چی دی ولایت ته سفر کړی، هغوی ځواکونه ددی وروسته د ځمکې او هوا څخه به د طالبانو په وړاندی وجنګیږی.
تراوسه د طالبانو څو مرکزونه خاک سفید، پشت رود، اناردره او نورو ولسوالیو کې د امنیتی ځواکونو تر برید لاندی راغلی او هغوی ته درانده زیان اوښتۍ دی.
 
https://avapress.com/vdcauan6m49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته