دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۴
د مطلب کود : 158501
یاماموتو: په افغانستان کې د سولې لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلو
د کابل پروسه یو فرصت دی، موږ او حکومت د کابل د پروسې لپاره چې هدف یې د افغانستان سوله او ثبات دی، خپلې ټولې هلې ځلې کوو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایی، په افغانستان کې به د سولې د ټینګېدو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.
په داسې حال کې چې طالبانو د امریکا خلکو او د امریکا سنا ته د یوه لیک په استولو سره د جنګ د ودرېدو او د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هلو ځلو د پیل خبره کوي.
تدامیچی یاماموتو د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۹ مه» د ښځو او سولې، لاسته راوړنو او ننګونو په نامه کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل چې ښځې باید د سولې په خبرو اترو کې لویه ونډه ولري.
نوموړي زیاته کړه:

"د کابل پروسه یو فرصت دی، موږ او حکومت د کابل د پروسې لپاره چې هدف یې د افغانستان سوله او ثبات دی، خپلې ټولې هلې ځلې کوو."

ټاکل شوې چې د روان میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۸ مه د کابل پروسې په نامه یوه ناسته جوړه شي.

دغې ناستی ته د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو معینان او دغه شان د درېیو نړیوالو سازمانونو استازي رابلل شوي دي.

دغه پروسه د افغانستان د سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کولو په هدف په کابل کې تر سره کېږي.

د کابل پروسې لومړی پړاو ناسته د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې جوړه شوې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي غونډې ته په خبرو کې وویل چې د کابل پروسې غونډې ته به دوه طرحې، له سولې سره همکاري او دوهم د امنیتي ګواښونو راکمول وړاندې شي.

ښاغلي کرزي تمه وښوده چې دغه دواړه طرحې به د غونډې د ګډونوالو ملاتړ خپل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی

نوموړي زیاته کړه:

"لومړنی اساسي هدف دادی چې د افغانستان د سولې په اړه یوې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته ورسېږو او د حکومت هدف دادی چې د دغو طرحو په اړه د نړیوالو همکارانو تأیید ترلاسه کړي."

ښاغلی کرزی د سولې په پروسه کې د د ښځو ګډون او په تړاو یې د دوی نظر مهم بولي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني هم د سولې په پروسې کې د ښځو د ونډې پر زیاتوالي ټینګار کوي.

خو د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي چې په یاده غونډه کې یې برخه درلوده، وايي چې په رسمي او غیر رسمي مذاکراتو کې د ښځو رول ته لازمه پاملرنه نه کېږي.

نوموړې وویل:

" د سولې په رسمي او غیر رسمي ناستو کې د ښځو رول ته لازمه پاملرنه کېږي، د شورا په داخل کې یې څوک غږ نه اوري او حتی په تصمیم نیونو کې برخه نه ورکول کېږي. "

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، ښځې د جګړې لومړنۍ قرباني دي او دوی نه غواړي چې د سولې قرباني هم شي.

نوموړې ټینګار کوي چې باید په لویو پرېکړو کې د ښځو رول ته پام وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxcdyyw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته