دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 158568
د جمعیت ګوند د سمنګان د والي لېرې کول نه مني
په افغانستان کې د جمعیت اسلامي ګوند د سمنګان ولایت له څوکۍ څخه د خپل یو غړي- والي- لېرې کېدل نه مني.
ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ ( فبرروي۱۸) یو شمېر والیان لېرې او یو شمېر نور تبدیل کړل چې د سمنګان والي عبدالکریم خدام هم په کې و.
د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین ربانی په خپل فیبسوک کې لیکلي دي چي د سمنګانو والی ګوښه کیدو "فرمان غیرموجه ده او د ملی یوالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک سره په مخالفت کې" دی او جمعیت ګوند "دغه فرمان ردوی" .
ښاغلی خدام د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړی دی چې ولسمشر غني شپږ میاشتې مخکې د سمنګان والي وټاکه. د سمنګان لېرې کړل شوي والي عبدالکریم خدام هم ویلي دي چې د جمعیت ګوند او حکومت ترمنځ له خبرو وروسته د سمنګان والي ټاکل شوی او تر هغه به والي وي چې ګوند یې پرېکړه نه وي کړې.
د افغانستان جمهوري ریاست په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسفزاد وايي "دا ډول غبرګونونه طبعي دي. په ځینو ځایونو کې او له ځینو ځایونو څخه خلک او چارواکي بدلیږي رابدلیږي خو نه یې مني. مګر موږ ته د خپلو خلکو خیر او کامیابي مهمه ده".
د جمعیت ګوند داسې مهال له واکه د خپل یو بل غړي لېرې کېدل نه مني چې لا د بلخ د مخکني والي عطا محمد نور د لېرې کولو لانجه لا هم حل شوې نه ده. ولسمشر غني ښاغلی عطا هم له دندې لېرې کړی، خو هغه هغه هم د ولسمشر فرمان نه مني.
په همدې حال کې د کندز او لوګر والیان چې له ښاغلي خدام سره یو ځای له دندو لېرې کړل شوي د ولسمشر غني پرېکړې منلې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqvazvt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته