کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کاپیسا ملی امنیت ښاری مدیر او ملی امنیت څلورو نورو کارمندانو وژل کیدنه په بګرام کې

2 حوت 1396 ساعت 18:16

د ملی امنیت ریاست پنځه تنه کارکوونکې د کاپیسا ولایت ملی امنیت ښاری مدیر په شتون، د ناپیژانده وسله والو له لوری د پروان ولایت بګرام ولسوالی کې وژل شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، بګرام ولسوال پژواک خبری آژانس سره دا پیښه تایید کړی او ویلی دی چی دا پيښه، نن چهارشنبه د ماسپښین وروسته ددی ولسوالی کوه توپ په سیمه کې رامنځته شوی دی.
عبدالشکور قدوسی وویل چی په دی تروریستی برید کې، ګلاب الدین، کاپیسا ولایت ملی امنیت مدیر د دوو ساتونکو سره، یو موټر چلوونکې او یو نږدی کس یی په قتل رسیدلی دی.
هغه زیاته کړه: دا پیښه داسی وخت رامنځته کیږی چی مدیر ګلاب، بګرام ولسوالی کې کوه توپ سیمه کې خپل کور لوری ته ځی، چی د ناپیژانده وسله والو له لوری تر برید لاندی لاندی راځی.
د بګرام ولسوال په وینا، ددی پیښې ټول وژل شوی د ملی امنیت کارکوونکې دی.
تراوسه هیڅ ډله ددی پیښی مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 158700

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158700/د-کاپیسا-ملی-امنیت-ښاری-مدیر-او-څلورو-نورو-کارمندانو-وژل-کیدنه-په-بګرام-کې

آوا
  https://www.avapress.com