د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې او د پاکستاني چارواکو په وینا، ښاغلي عباسي به افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د پرانېستلو په مراسم کې ګدون وکړي.
د پاکستان لومړی وزیر افغانستان ته راځي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 حوت 1396 ساعت 11:30
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې او د پاکستاني چارواکو په وینا، ښاغلي عباسي به افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د پرانېستلو په مراسم کې ګدون وکړي.
ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی شاهد خاقان عباسي په یوه رسمي سفر افغانستان ته سفر وکړي.
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې او د پاکستاني چارواکو په وینا، ښاغلي عباسي به افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د پرانېستلو په مراسم کې ګدون وکړي.
د پاکستان د لومړی وزیر له دفتر څه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان د انرژي وزیر کمال خان هم له ښاغلي عباسي سره په دغه سفر کي ملتیا کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د پرانېستلو لپاره د مراسمو لومړی پړاو به په ترکمتسان کې ترسره شي او ټاکل شوې چې به دغه مراسمو کې د ښاغلي عباسي ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر هم ګډون وکړي.
د ټاپي ګاز پایپ لاین د پرانېستلو دوهم مراسم به د افغانستان په هرات ولایت کې ترسره شي او ټاکل شوې د پاکستان، ترکمنستان، او افغانستان مشران له ترکمنستان څخه افغانستان ته سفر وکړي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ښاغلي عباسي به د پرانېستې مراسمو په پای کې به له ولسمشر غني سره لیدنه کتنه هم ولري.
د مطلب کود: 158725