دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 158929
اتمر: عربستان د افغانستان روانه جګړه ناروا بولي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر یک تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي عربستان چمتو دی چې ترهګرو سره مبارزه کې افغانستان سره همکاري وکړي.
ښاغلي اتمر چې څو ورځې وړاندې د سعودي عربستان له سفره راغلی په خپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان او عربستان ترهګرو سره مبارزه کې د اطلاعاتو پر تبادلې سلا شوي دي.
د اتمر په وینا، عربستان سیمه کې د ترهګرو ډلو او مخدره توکو لهډیروالي په تنګ شوی او د افغانستان روانه جګړه هم نامشروع بولي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په خپل سفر کې له عربستاني چارواکو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي، ځکه چې په وینا یې د ترهګریزو ډلو رشد، د عربستان په زیان هم دی.
اتمر همداشان ټینګار کړی چې پر حرمین شریفین باندې هر ډول برید نامشروع او دافغانستان له نظره د غندلو وړ دی.
شنونکي وایي عربستان پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري، نو له همدې امله افغان حکومت هڅه کوي چې له دې نفوذ څخه د طالبانو د راضي کولو لپاره ګټه واخلي؛ طالبان د سولې میز ته کش کړي او د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8oevhuqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته